...

عبدالحمید مومند

زړه مې ستا په لور بیمار دی زما ربه

منتظر ستا د دیدار دی زما ربه

واوېلا را ځنې صبر و آرام یووړه

شپه و ورځ ډېر ناقرار دی زما ربه

یو پېشوا مې بې رسوله بل څوک نشته

چې په تا باندې رویدار دی زما ربه

چې د ستا، ستا د رسول ډېره مرضي وي

هم هغه زما روزګار دی زما ربه

امر و نهې به رسول تا راستولې

دا تصدیق مې په اقرار دی زما ربه

برابر مې موافق لرې په شرع

چې قبول مې دغه بار دی زما ربه

د شیطان له رهزنۍ مې په امان کړې

په مکارو کې مکار دی زما ربه

خطرې مې هر ساعت زړه ته راوړینه

را نه وېشلوې هر کار دی زما ربه

د رسول په روی بښنه حمید غواړي

د همه واړه سردار دی زما ربه