

عبدالحمید مومند
ځکه نه لري پروا بتان د مشکو
هر کمند لري د زلفو کان د مشکو
چې يې دلته یاد په زلفو برابر شي
په ختن کې کا قیمت ارزان د مشکو
که اور نه وای جدايي د آهو چشمو
نه به و هسې تور شوی ځان د مشکو
زلزله د یار د خط د راتلو ګوره
نړوي مې په تندي آسمان د مشکو
چې اورېځ د یار د خط په خاطر راشي
اوروي مې تر لېمو باران د مشکو
چې له غمه يې د خط سر په ګرېوان کړم
شي مې ډک لکه نافه ګرېوان د مشکو
دا یې خط نشوونما کاندي په مخ کې
که په ځمکه ځي د نمر کاروان د مشکو
دا د ترکو د مشکینو زلفو تور دی
چې وګړي پرې کوي ګمان د مشکو
دا شرف د عاشقۍ نه دی نور څه دی
چې سینه شوه د حمید دکان د مشکو