...

عبدالحمید مومند

بیا په څنګ کاږه کاته کاندي نګار نن

خدای دې خیر وکا په باب زما افګار نن

خود به خود راسره یار په کږو سر شه

که په بدو لمسولی دی اغیار نن

بیا يې څه نوې متاع په بازار راغله

چې يې واخیست نوې کینج نوې بازار نن

چې پرون يې غم خورګي زما د غم کړه

زمانې کړ هغه یار زما خونخوار نن

چې پيوست مې اوروي باران د اوښو

پرېوتلی يې په زړه دی څه غبار نن

چې یې یار راته باعث کړ په ښکنځلو

شه زما ځار و قربان هومره په کار نن

عاشقۍ یې د منصور کانې را وکړې

چېرې نه شمه په دار و په سنګسار نن

د کوم ننګ د ناموس زنګ ورباندې پرېووت

چې مې نه کاندي اثر د آه ګوزار نن

وار و پار به د مجنون پکې خطا شي

که پرې راشي په حمید راغلی وار نن