

عبدالحمید مومند
که و مینې ته د ترکو، بلا وایم
هیڅ دروغ په دا کې نشته رښتیا وایم
بل سبب په ما باعث نه دی بې عشقه
چې مدام د ویرژلیو وینا وایم
نه زوی مړی نه ورور مړی، یم بې مړیه
شپه و ورځ د ویر وینا په ژړا وایم
دا همه واړه د مینې محتاجي ده
چې هلک ته سپینه ږیره بابا وایم
چې مې نه راځي په واک هر چې راکېږي
واړه چارې د خپل زړه دي له چا وایم
وله ځان اور و اوبو ته، مینه مه کړه
واقعي له نېک خواهۍ درته دا وایم
که دفتر د آشنايۍ کړې پاڼې پاڼې
بیا به نه مومې یو حرف د وفا، وایم
دا په دین د محبت لویه خطا ده
چې خطا و ته د ترکو خطا وایم
نا آشناوو څخه ځای د ګیلې نشته
هر چې وایم زه حمید له آشنا وایم