...

عبدالحمید مومند

چا ته عید مبارک باد کړم

چا ته وګورم زړه ښاد کړم

هغه یار آشنا مې نشته

چې پرې حق د یارۍ زباد کړم

دا فلک هسې نا مراد شه

لکه زه چې يې نامراد کړم

ښادي نه راځي په یاد کې

زه ناښاد چې يې په یاد کړم

بدنصیب له نژدې یاره

څه راتګ لېرې په هیواد کړم

په مثال د ویرژړلي

شپه او ورځ ژاړم فریاد کړم

لکه ګرد د باد له مخه

آه فریاد هسې برباد کړم

هیڅ ټیکاو مې ورته نه شي

که و غره ته اعتماد کړم

له دې خپلې بدې بخرې

چا ته ژاړم په چا داد کړم

چې په ما دې هم له ما دي

پرې ناحق د بل ایداد کړم

چې د دور په یارانو

اعتبار و اعتقاد کړم

زه حمید واړه پخپله

په خپل ځان باندې فساد کړم

ډوبوي مې لا په ښکته

که حمید خضر استاد کړم