...

عبدالحمید مومند

په هیڅ کار کې په دروغ مه شه دخیل

ولې پېژانده شي بې حاله قال و قیل

په تش دم سره هیڅ نه شي قدم بویه

مدعا په اثبات رسي په دلیل

بېهوده په خوله دعوه دخلیلۍ کړې

چې کارونه له تا نه شي د خلیل(ع)

لا دې ښځې بار اخیستی نه نادانه

بیا وهې د زوی و لور ډول و نفیل

هم په دا عقل بې عقله معلومېږي

چې په زور د مېږي لار نیسې د فیل

لافې شافې دود دستور دی د نادارو

دارنده وي پټه خوله په زړه ثقیل

کږې کیڼې د سړي مناسبت نه دي

چې په یوې کې چارپای ځي سم په کیل

چارې واړه په حسب نه په نسب دي

تر بنده بلاله ځار شه ډېر اصیل

چې له غمه د هجران نه مرې حمیده!

نه پوهېږم څه بلا لره یې ډیل