

عبدالحمید مومند
چې لوړ و چا ته پورته کړې یا سوک
مسخره کا ملوکي خپله ملوک
چې په سوک سره څوک حق له چا وکاږي
دا هم نه دی په معنی کې څه سلوک
د دنیا د سود دپاره بایده نه دی
چې ګرېوان کړې د عزت په چا شوک شوک
په محنت سره ټوک ټوک سړی پروت ښه دی
نه ولاړ په دروېزه د یوه ټوک
له دې هسې احمقۍ دې پناه وشه
چې دې نور په مال خوښي کا، ته په دوک
چې په فلک زده وي و یار يې مه کړه
که دې چېرې لګېدلی وي تش نوک
و فلک غوړ پکې نه دي تا خوړلي
ځکه ږدې هسې دستار په تندي هوک
هسې باد دی نفس شیطان در کې پو کړی
چې په نر ناحقه بړوس ګرځې هوک پوک
هسې شان په لږه لوږه مبدل شې
چې ګونګټ اخلې په طمع د املوک
که انبار ابرو بایلې کسیره مومې
په دا زیان دې پروا نه کېږي یو څوک
بیا د کوم ناکس له لاسه حمید ژاړي
چې په شان د ویر ژړلي وهی کوک