...

عبدالحمید مومند

څو اېرې نه شي په مینه د حبیب څوک

تور به نه کا په بل شان مخ د رقیب څوک

کله شي له لېونو د روغو چارې

عاشقان څوک، ادبونه د ادیب څوک

په خپل ځان بدي د هیچا پېرزو نه ده

باري نه شي بدلولی خپل نصیب څوک

په راتله د خط چمن حسن ایمن شي

خدای دې نه کا په کفارو کې غریب څوک

څو شبنم غوندې شبګیر په سر وانخلي

په جوار به د ګلرخ نه شي قریب څوک

محض مرګ ته مینې ونیوم د ترکو

کشکې راولي ناصح د مرګ طبیب څوک

له داغلي زړه فریاد عبدالحمید کا

که شړي له لاله زاره عندلیب  څوک