

عبدالحمید مومند
که په ما دې څه اثر کولی وعظ
تا ناصح راته هاله ویلی وعظ
چې هیڅ نا لګي په ما باندې ناصحه
ورکوې راباندې ولې ښکلی وعظ
محبت تر ملخ شوخ کړل زما کسي
غړوي پکې ناحقه خلی وعظ
زه به نه وم هورمره ډوب په غم کې تللی
که مې لږ و ډېر و زړه ته تللی وعظ
لکه پاتې له علاجه مرګ حال شي
هسې نه مني د عشق نتلی وعظ
په عشاقو به پسند کله شي ناصحه
دغه ستا شېخ و زاهد پسندلی وعظ
څه صحت په ناصحت د عاشق کېږي
څه کوي مار و لړم چیچلی وعظ
د رندانو د مجلس په شر و شور کې
اوریده شي کله کله غلی وعظ
محبت ده څو چنده سزا راکړي
که مې چېرې وي له چا منلی وعظ
ما خپل صبر کړ د ښکلیو تر پښو لاندې
که له سره دې د ستا ختلی وعظ
نصیحت به دې غوږ نه باسم ناصحه
ما حمید دی په خپل بخت کږلی وعظ