...

عبدالحمید مومند

ستا په درد مې هسې مومي سینه فیض

له راستۍ درشتي راته آشتي شوه

آیینې ته رسوي پشمینه فیض

هغه څوک چې ښکلیو وراټه له دره

ور به نه کاندي مکه، مدینه فیض

که په عشق کې ځوانیمرګ مرمه ناصحه

کشکې بیامومم دغه مهینه فیض

نوخطان د خط په وقت يې وقته ناز کا

رساوه شي په دغه ادینه فیض

له کتو مې دې په خپل نظر غیرت شي

خپلې مینې راکړه هسې کینه فیض

د حمید په څېر به ځان کمینه ګوري

که څوک بیامومي د عشق کمینه فیض