...

عبدالحمید مومند

د هجران له لاسه وکړم په چا عرض

څوک به غواړي له دې دېوه زما عرض

دا بې نیاوه بادشاهي د ترکو واوړه

چې په در يې نه قبلیږي د چا عرض

لا يې تېغ د بې رحمۍ راته تېره شي

چې ور پاڅم وچ هډوکي په دا عرض

هر مظلوم له ظلمه سپک شي چې عرض وکا

بارې دروند د ظلم بار کا په ما عرض

وچ ګوګل، زېړه ګونه، اوښلنې سترګې

ګوښی ګوښی کا زما په آشنا عرض

آیينې غوندې خوله پټه سوال جواب کا

مناسب نه دی و یار ته رسوا عرض

اندېښنې د یار د تلو شوې تر شمار تېرې

رسوم د کومې کومې وینا عرض

په بېداد فلک چې څوک داد و فریاد کا

دا دانه کا بېهوده په آسیا عرض

شپه او ورځ يې د هجرانه په ګردش وي

وزګار نه دی چې به واوري زما عرض

که ګلرخ و ته ستا لار نه شي حمیده!

خپل احوال کړه په نسیم د سبا عرض