...

عبدالحمید مومند

تورو زلفو کړ راپېښ وسواس د کفر

راته اغوندي په زور لباس د کفر

خدای دې خط د یار له مخه لري لېرې

په اسلام باندې بر مه شه لاس د کفر

هغه مخ چې مې کعبه وه د دوو سترګو

مسلط کړ باندې خط مواس د کفر

ښه وشو چېرته ښه مخ ته رقیب چېرته

و هر چا ته کا تلفین خناس د کفر

د دښمنه په نېکخواهۍ غلط مه شه

له دې دینه مې باید هراس د کفر

وکا جوش د خط سیاهي د یار په مخ کې

که نمرود کړ بیت لله نخاس د کفر

چې په شان د تورو زلفو دی حمیده!

ځکه کا ګبر و ترسا سپاس د کفر