...

عبدالحمید مومند

په اشنا باندې چې شي تللی آشنا پېښ

په معنی کې شي په مړي مسحا پېښ

جدایي د یار،آشنا توره بلا ده

خدای دې نه کا مسلمان په دا بلا پېښ

بېلتانه مې وار و پار هسې خطا کړ

لکه شي په چا ناڅاپه اژدها پېښ

له حیا يې ښکلی مخ ته کتی نه شم

په لېچنو سترګو برېښ شه د برېښنا پېښ

نه به بیا مونده وعده شي د خوبانو

نه به شي د چا به لومه کې د عنقا پېښ

مه مقصوده نا امید مه شه یکلخته

خدای په زمکه کا مرغونه د هوا پېښ

څو د عشق په غم آباد یم ډېره شوی

راته نه ده يې ژړا نوره خندا پېښ

د سبا د بېلتانه له ډېره غمه

په ګلرخ یم، لکه شمع په ژړا پېښ

په سبب د عشق دې هم را غرض نه کا

که د دید وږي مزري شي سل په ما پېښ

دغه نه پېښه به ستا هسې پوهېږم

د حمید ته کاندي مرګ نن و سبا پېښ