...

عبدالحمید مومند

هسې یم په درد و غم کې د دلبر خوښ

لکه اوسي په سره اور کې سمندر خوښ

لکه ګل و خفه ځای ته شي بوی زیات کا

تر پخلا مې هغه یار دی مرور خوښ

لکه زه خاورې په سر خوښ یم په عشق کې

بادشاهان به هسې نه وي په افسر خوښ

که مې سر په کنجوغه پورې د یار شي

هیڅ مې نه دی په تنه پورې دا سر خوښ

آخر وکا سرکوزي زما و یار ته

د اسلام دودونه نه وي د کافر خوښ

لکه لګي وږی باز په زرکه باندې

هسې رنګ مې په ښه مخ لګي نظر خوښ

تر ساده حسنه نوخط يې ویاره کوت شي

د لېچنو سترګو سیوری وي تر لمر خوښ

زړه مې هسې په نوخطو ښکلیو پرېووت

لکه پرېوځي و دوهۍ ته قلندر خوښ

چې مې کېږي په مشکینو زلفو مینه

در په در یم لکه باد، خاورې په سر خوښ

خامخا به صبر خوښ مفلس حمید کا

چې خوبانو د دې وخت کړل سیم و زر خوښ