...

عبدالحمید مومند

راغي دېګ زما د عشق په هسې خوښ

چې پرې نه ودروي د شرم و ننګ سرپوښ

تایب کړی وم نږدې ناصح له عشقه

بارې خدای شه د عشاقو پرده پوښ

لکه لويې هلکان په لېونو کا

عشق مې هسې مسخره کړ عقل و هوښ

ګوندې وکاږي حمید د غم له څاهه

یار مې سازې کړې لښتۍ لکه نر خوښ